14 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان حکومت د افغانستان په خاوره کې د بریتانیا لخوا د بې پیلوټو الوتکو بریدونه وغندل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
د جمهور رئیس حامد کرزي  ویاند ایمل فیضي له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي که په رښتیا ، د بریتانیا د بې پیلوټو الوتکو لخوا توغندي په افغانستان کې توغول شوي وي، نو دا عمل د دوه اړخیز تفاهم خلاف کار دی او افغانستان یې په کلکه غندي.
باخترآژانس ته په رارسيدلو خبرونو کي ويل شوي دي  :
د بي بي سي د یو خبر له مخې ، ځینو رسنیو د برتانیا د دفاع وزارت د یو لوړ پوړي چارواکي له خولې ویلي چې په ۲۰۰۸میلادي کال کې برتانیايي بې پیلوټه الوتکې پر افغان خاوره ۲۹۶ ځله کارېدلې دي.
د خپرو شویو شمېرو تر مخه په ۲۰۰۸ کال کې برتانیايي بې پیلوټو الوتکو ۱۴ توغندي توغولي وو. خو په ۲۰۱۲ کال کې دغه الوتنې ۸۹۲ ته پورته شوي او ۹۲ توغنديز بریدونه یې ترسره کړي دي.
د افغانستان د جمهور رئیس ویاند ایمل فیضي له  بي بي سي سره د مرکې په ترڅ کې پر دغه رپوټ شک څرګند کړ او و یې ویل که دا شمېرې سمې وي، نو جمهور رئیس کرزي ته برتانیايي لوړ پوړو چارواکو دقیق حال نه دی ویلی.
ښاغلي فیضي زیاته کړه  د برتانیا  د دفاع وزیر او په افغانستان کې د برتانیايي ځواکونو جنرال له ولسمشر کرزي سره په لیدنه کې ویلي وو چې د دوی بې پیلوټه الوتکې یوازې د څارګرو معلوماتو د ټولو لپاره الوتنې کړې دي چې هغه معلومات یې بیا افغان امنیتي ځواکونو ته سپارلي.
د روان کال د جون په میاشت کې د بې پیلوټه الوتکو د کارولو موضوع ،  جمهور رئیس کرزي په کابل کې د بریتانیا د دفاع له وزیر سره په لیدنه کې یاده کړې وه.
کابل هغه مهال د هغو رپوټونو سپیناوی غوښت چې ګواکې برتانیايي سرتېرو په افغانستان کې بې پیلوټه الوتکې کارولي دي.
د افغانستان د جمهور رئیس دفتر هغه مهال ویلي وو "برتانیا له افغانستان سره د بې پیلوټو الوتکو د کارولو په برخه کې کوم تړون نه لري او په دې حساب دوی باید دلته دغه وسیله ونه کاروي."
افغان چارواکي وایي افغانستان د وسلو د ازمېښت مرکز نه دی او که څوک کومه نوې وسله په افغانستان کې د افغان چارواکو له خبرتیا پرته کاروي، نو دوی يې سپيناوی غواړي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.