21 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  د مشرانو جرګې فوق العاده غونډه جوړه شوه

د مشرانو جرګې فوق العاده غونډه جوړه شوه

کابل/ دمرغومې۳۰مه / باختر د مشرانوجرګې نننۍ فوق العاده غونډه کې...

خبرتيا

خبرتيا

کابل/ دمرغومې۳۰مه / باختر د شهيد ستر پاسوال عبدالرازق د ملي...

پنځه طالبان په نيمروز کې ونيول شول

پنځه طالبان په نيمروز کې ونيول شول

کابل/ دمرغومې۳۰مه / باختر د نيمروز پوليسو نن پنځه وسله وال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په کونړ او ننګرهارکې د تروريستي بريدونوسازمان ورکوونکى ونيول شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د ليندي دولسمه :
هغه سړي چې دکونړ او ننګرهار په ولايتونوکې د تروريستي بريونو سازمان ورکوونکى  بلل کيږي؛ پرون د ملي امنيت د مامورينو له خوا ونيول شو.
په عادل مشهورقاري حزب الله کله يې چې دطالبانو د ډلې  د تروريستي بريدونو لپاره د جنګي وسايلو او مالي امکاناتو د برابرولو نيت درلود؛ په جلال آباد ښار کې ونيول شو.
دننګرهار ولايت دملي امنيت د ادارې يوه مسوول باخترآژانس ته وويل چې قاري حزب الله دکونړ او ننګرهارپه لايتونوکې د تروريستي بريدونو د سازمان ورکولو او په دغو ولايتونوکې د وسله والوطالبانو ډلې ته جنګي وسايلو او د مالي امکاناتو د برابرولو مسووليت درلود.
ويل کيږي له دغه سړي څخه يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
له بلي خوا قاري حزب الله په خپلو لومړنيوتحقيقاتوکې اعتراف کړى دى چې تراوسه پورې يې د کونړ او ننګرهار د ولايتونو په مربوطاتوکې په لسګونو خونړيوتروريستي پيښو ته سازمان ورکړى دى.
ده دغه راز ويلي دي چې د تروريستي بريدونو د ترسره کولو لپاره يې په پاکستان کې د وسله والوطالبانو د ډلې له جګپوړو قوماندانانو څخه لارښوونې ترلاسه کولې.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.