07 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هېواد کې  په کرونا ويروس  داخته کسانو شمېر له شلو زرو واوښت

په هېواد کې په کرونا ويروس داخته کسانو شمېر له شلو زرو واوښت

-کابل /دغبرګولې ١٨مه /باختر: په تېرو ٢٤ ساعتو کې دکرونا ويروس...

د افغانانو تر منځ د خبرو د پيل لپاره عملي ګامونه

د افغانانو تر منځ د خبرو د پيل لپاره عملي ګامونه

کابل / د غبرګولي ۱۸ مه/ باختر د افغانستان د سولې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په لسو ورځو کې دشپږمې ناحيې په مربوطاتو کې دوه تنه وژل شوي دي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٧ دکابل پوليسو دشپږمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د يوڅارنوال د وژل کيدو په باب څيړنې پيل کړي دي . دکابل ښار دپوليسو دشپږمې امنيتي حوزې د جنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې امر محمدحصن نصرت دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه څارنوال دوه ورځې مخکې دمهتاب قلعه دګولايي په ساحه کې خپل کورته څيرمه وژل شوى دى . نصرت وويل : دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې ددغه څارنوال او دهغه دکاکا ترمنځ دحقوقي مسلو پرسر ناندرې وشوې او د خپل کاکا له خوا دتير په ګوزار سره ووژل شو . ويل کيږي مقتول دپوليسو په لسمه امنيتي حوزه کې دڅارنوال په توګه دنده ترسره کوله . ددغې پيښې په تور د مقتول کاکا او دهغه دوه زامن نيول شوي دي . د پوليسو د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې وروستۍ پيښه په داسې حال کې رامنځته کيږي چې څه موده مخکې دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ يو افسر چې د رخصتي دتيرولو لپاره کابل ته راغلى و دپوليس له خوا له ناندرو وروسته د اميد سبز په ښارګوټې کې ووژل شو . ويل کيږي ددغې قضيې عامل نيول شوى دى .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.