10 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دکورنيو چارو وزارت ويندوى : دجمهوري رياست دنوماندانو انتخاباتي کمپاين دې بايد له پوليسو سره په همغږۍ کې وي.

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢١
په  داسې حال کې چې په هيواد کې انتخاباتي مبارزې خپلې نهمې  ورځې ته ورسيدې د کورنيو چارو په  وزارت کې مقامات يوځل بيا  دجمهوري رياست نوماندانو څخه غواړي چې خپل پروګرامونه له پوليسو سره همغږي کړي  چې
کومه امنيتي ستونزه  رامنځته نه شي.
دباختر آژانس دخبرله مخې : 
دکورنيو چارو وزارت ويندوى  صديق صديقي چې نن يې په کابل کې په يوه خبري ناسته کې خبرې کولې  يوځل بيا دانتخاباتو دبهير دامنيت دتامينولو په برخه کې  د ځانګړو امنيتي تدبيرونو يادونه  وکړه او د جمهوري رياست له نوماندانو څخه يې وغوښتل چې د امنيت دتامينولو په مقصد دې خپل پروګرامونه دپوليسو سره همغږي کړي .
دغه بلنه په داسې حال تکراريږي چې دوه ورځې مخکې دجمهوري رياست دنوماند ډاکتر عبدالله عبدالله دانتخاباتي کماپين په يوه غړي په سرپل ولايت کې بريد وشو او ووژل شو .
د صديقى دڅرګندونوله مخې  :  حاجي ياسين چې ويل کيږي په  سرپل ولايت کې  د دډاکتر دانتخاباتي کمپاين غړى دى ،له پوليسوسره له همغږۍ پرته ، ده غوښتل چې له سرپل څخه دبلخ ولايت ته سفروکړي چې دسرپل ولايت کوهستاناتو ولسوالۍ  په مربوطاتو کې د وسله والو کسانو له خوا  پرې بريد وشو.
صديقي وويل :   ددغې قضيې په اړوند دقاري سميع په نامه يو تن چې تکراري مجرم دى  او طالبانو سره اړيکې لري ، دپوليسو له خوا نيول شوى دى .
ديادونې وړ ده چې دحاجي ياسين په خپل پلرني ټاټوبې کې دسميه ييزو پوليسو په ليکو کې خدمت کوي .
دکورنيو چارو وزارت ويندوى  دجمهوري رياست له نوماندانو څخه وغوښتل چې
دخپلو انتخاباتي کمپاينونو دغړو دنومونو فهرست په مرکز او ولايتونو کې دپوليسو په واک کې ورکړي  چې پوليسو دهغو دامنيت دتامينولو په لاره کې
اقدام وکړي .
ده  دغه راز  يادونه   وکړه چې په تيرو دريو اوونيو کې دانتخاباتو دکميسيون له خوا ٣٢٣ نوې مرکزونه دغه وزارت ته معرفي شوي دي  چې په امنيتي بهير کې شامل شي  له دې جملې څخه يوازې شپږ مرکزونه يې غيرفعال دي  خو پوليس د ٦٧٨٤ نورو مرکزونو دامنيت دتامينولو لپاره تيارى لري .
په همدې حال کې دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال محمدظاهر د انتخاباتي مبارزو دامنيت دتامينولو دڅرنګوالي  په اړوند دباختر آژانس خبريال ته  وويل : دهيواد پايتخت هغه ځاى چې انتخاباتي کمپاينونه پکې مرکز لري ، له بل هرځاى څخه  زيات داستخباراتي  شبکو د پاملرنې وړ دي خو پوليس په بشپړ جديت سره دانتخاباتو دبهير امنيت  ساتي .
په  هغو دوو وروستيو ځانمرګو  بريدونو کې چې  يوې دلبنانيانو د رستورانت په وړاندې او بل يې دملي اردو دعملي دموټر په وړاندې وشول ، دهغو پروګرامونو يوه برخه وه   چې په کابل کې د حالاتو د ګډودولو او بې  ثباته   کولو لپاره   طرحه     شوي وو.
جنرال ظاهر وايي پوليس په جديت سره کار کوي چې ورته  پيښې تکرار نه شي .
دى  په سروبي کې د ځينو امنيتي ستونزو يادونه کوي خو ټينګار کوي چې دکابل په نورو ادارې واحدونو کې ستونزې شته او په کابل کې به   د رايي ورکولو هيڅ مرکزونه   ونه تړل شي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.