31 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ولسواک نظام ملاتړ کوي

نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ولسواک نظام ملاتړ کوي

کابل/ د وږي ۱۱ مه / باختر اروپایي ټولنې په دغو...

دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

کابل/ د غبرګولى١١ مه / باختر مرکزي بانک ٣٠ ميليونه ډالر...

دوه شپانه بدخشان کې  په يوه چاودنه کې  ووژل شول

دوه شپانه بدخشان کې په يوه چاودنه کې ووژل شول

فيض اباد / د غبرګولي ١١ مه/ باختر دوه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د فوايدعامې د چارو وزارت معين وتښتول شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٦
د فوايد عامې د چارو وزارت معين احمدشاه وحيد نن سهار د خيرخانې مينې له ٣١٥ ساحې څخه د وسله والوکسانو له خوا وتښتول شو .
دباختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د څيړنو رييس ميرګل آقا هاشمي تاييدکړه چې دغه حکومتي مقام نن سهارتښتول شوى دى .
ده د پيښې له زياتو توضيحاتو څخه ډډه وکړه او ويې ويل چې پوليسو د ډاکتر احمد شا وحيد د موندلو په مقصد پراخې هلې ځلې پيل کړې دي .
د فوايد عامې د چارو ويندوى سريل کاکړهم د دغه وزارت دمعين احمدشاه وحيد تښتول کيدل تاييدوي او وايي چې د تښتوونکو انګيزه څرګنده نه ده.
د کاکړ دڅرګندونو له مخې : امنيتي بنسټونو له پيښې خبرکړى شوى دى .
ويل شوي دي احمدشاه وحيد نن سهار په اوو بجو کله يې چې هوډ درلوده د خپل کار دفتر ته راشي؛ د خيرخانې مينې د ٣١٥ په ساحه کې د ده کورته څېرمه د وسله والوکسانو له خوا وتښتول شو.
د وحيدساتوونکى ټپيان کړى شوى دى. دا لومړى ځل دى چې يوجګپوړى حکومتي مقام تښتول کيږي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.