22 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سولې لپاره د پیاوړې ملي اجماع اړتیا

کابل/ د تلې ۳۰ مه / باختر شک نشته چې د...

په کونړکې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د پنځه کلن ماشوم ژغورل

کابل/دتلې۳۰مه/باختر د کونړ د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه...

د سولې مطالعاتي مرکز له شیخ زاېد پوهنتون سره د سلګونو کتابونو مرسته وکړه

کابل/دتلې۳۰مه/باختر په خوست کې د سولې مطالعاتي، څېړنیز او خپرندوی مرکز...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د يوې ځوانې نجلۍ مړى د پوليسو د اوومې حوزې په قلعه فتوح کې ترلاسه شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٦
پوليسو پرون د يوې ځوانې نجلۍ مړى د قلعه فتوح په سيمه کې ترلاسه کړ.
د پوليسو د اوومې حوزې آمرسمونوال محمد داوود تاييده کړه چې د يوې ځوانې نجلۍ مړى د قلعه فتوح په سيمه کې ترلاسه شوى دى .
ده دباختر آژانس خبريال ته وويل: د دغې نجلۍ مړى ښايي اوبو دغې سيمې ته ليږدولى وي. خو د سيمې خلک وايي چې ښايي دغه نجلۍ په يوبل ځاى کې وژل شوې وي او مړى يې قلعه فتوح ته ليږل شوى وي.
د پوليسو د اوومې حوزې آمر وايي چې دغه پيښه زياتو تحقيقاتو ته اړتيا لري. د وژلې شوې نجلۍ هويت روښانه نه دى او اوس مړى يې په عدلي طب کې ساتل کيږي.
د پوليسو د اوومې حوزې آمر زياته کړه چې دوى د سيمې د خلکو له خوا د مړى په شتون خبرشول. وژل شوې نجلۍ ٢٥ کلنه وه. په توربخښنوبخملي جامو سمباله وه او په نجلۍ کې يې د ټپونو نښې نښانې ليدل کيږي.
د سيمې خلکو پخوا دغه نجلۍ د شپږمې او اوومې ناحيو په ساحوکې ليدلې وه. د دې احتمال هم شتون لري چې هغه په رواني او عصبي ناروغيو اخته وي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.