د ملي دفاع وزير د دفاعي او امنيتي مرکزونو په نسبت د خلکو د باور له امله مننه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٦
د هيواد د ملي دفاع وزير د افغانستان په وړاند د پاکستان داستخباراتودسازمان دپخوانى رييس جنرال حميدګل وروستۍ څرګندونې بې بنسټه وبللې.
د هيواد دملي دفاع وزير ټينګار وکړ چې د هيواد د دفاعى او امنيتي ځواکونو غښتلتيا د دې سبب شوه چې طالبان او د هغوى بهرني ملاتړي ونه کړاى شي د جمهوري رياست د انتخاباتو امنيت له چلنجونو سره مخامخ کړي.
د هيواد دملي دفاع وزير ستر جنرال بسم الله محمدي او ملګرى هيئت د جمهوريت رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د امنيت د تامينولو په لاره کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ښوکارونو د ستاينې او مننې په مقصد په لغمان کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو قرارګاه ته سفر وکړ .
د دغې قول اردو دکتنې په وخت د انتخاباتو د امنيت دتامينولو په لاره کې د هيواد د امنيتي او دفاعي ځواکونوهلې ځلې وستايلې.
ده دغه راز د پاکستان د استخباراتو د سازمان دپخواني رييس جنرال حميدګل وروستۍ څرګندونې بې بنسټه وبللې.
تيره اوونۍ د پاکستان د استخباراتو د سازمان پخواني رييس جنرال حميدګل ددغه هيواد له رسنيو سره په خبروکې ويلي و چې امريکا له طالبانو سره موافقه کړې وه چې دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د امنيت تامينول له چلنجونو سره مخامخ نه کړي ، خو د ملي دفاع وزير وايي چې د هيواد دامنيتي او دفاعي ځواکونو ميړانه او اتلوالي د دې سبب شوه چې طالبان او د هغوى بهرني ملاتړي ونه کړاى شي دانتخاباتو امنيت له چلنجونو سره مخامخ کړي.
د هيواد د ملي دفاع وزير د افغانستان خلک دانتخاباتو اصلي اتلان وبلل او څرګنده يې کړه: د افغانستان خلکوله امنيتي ګواښونوسره سره د رايو صندوقونوته په يون او دخپل نظر وړ نوماند ته د رايې ورکولو سره د هيواد دکورنيو او بهرنيو دښمنانو په خلک ګوزار وکړ.
دهيواد دملي دفاع وزير د يو افغان ميړانه چې په تيرو انتخاباتوکې يې خپله يوه ګوته له لاسه ورکړې وه؛ وستايله چې په دغو انتخاباتوکې هم د رايې ورکولو صندوق ته ورغى او د هيواد راتلوونکى جمهو رييس ته يې رايه ورکړه.
د ملي دفاع وزارت دغه جګپوړي مقام دغه راز څرګنده کړه چې د افغانستان خلکو د رايې ورکولوصندوقونوته په يون سره وښودله چې زور او ګواښ ته نه تسلميږي او د کورنيو او بهرنيو بنسټپالو استبداد نه مني.
د هيواد دملي دفاع وزير دغه راز د هيواد په امنيتي او دفاعي ځواکونو د هيواد د خلکو باور يوه ستره پانګه وبلله او ټينګار وکړ چې د افغانستان په مليونونو خلکو دغه سترکار د خپل هيواد په وړاندې ددغو ځواکونو مسووليت زيات د دروند کړى دى.
ده دغه راز دملي اردو ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې د انتخاباتو د دويم پړاو د ترسره کولوپه خاطر دې احتمالي تيارى ترلاسه لاندې ونيسي. وروسته د ٢٠١ سيلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال محمد زمان وزيري د حالاتو په باب رپوټ ورکړ او د ملي دفاع وزارت د لارښوونو د اجرا کولو په لاره کې يې د خپل تيارى ډاډورکړ.
ده دغه راز ټينګار وکړ: په هغه صورت کې چې انتخابات دويم پړاوته لاړشي؛ د امنيت د تامينولو لپاره لازم تيارى لري.

back to top