وسله او مهمات کشف او شنډ شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وري اووه ويشتمه :
امنيتي ځواکونو په هغو عملياتو کې چې په قندهار ولايت کې يې ترسره کړل يوه اندازه وسله او چاوديدونکي توکي کشف او شنډ کړل .
دقندار دوالي ويندوى دواخان مينه پال دباختراژانس خبريال ته وويل چې د ٢٠٥ اتل قول اردو سرتيرو تيره شپه ددغه ولايت دپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دچاڼيزو عملياتو په ترسره کولو سره شل ماينونه ، دهاوان شپږ سرګلولې ، پنځلس کيلوګرامه باروت او يوه اندازه چاوديدونکي توکي چې دځانمرګو واسکټونو په جوړولو کې کارول کيږي ، ترلاسه کړل .

back to top