22 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دوسله والو طالبانو د ډلې ديوه قوماندان په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وري اووه ويشتمه :
دوسله والو طالبانو دډلې يوقوماندان له شپږو تنو افرادو سره يې پرون مازيګر په لغمان ولايت دافغان امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې ووژل شو او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
دغه عمليات دلغمان ولايت دعلينګار ولسوالۍ د تورلام درې او دجبارخيلو په سيمو کې ترسره شول .  دلغمان ولايت دوالي ويندوي سرحدي ځواک دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو عملياتو کې دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان له شپږو تنو افرادوسره يې ووژل شو او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
ده وويل چې په دغو عملياتو کې دملي اردو دوه تنه پوليسان هم شهيدان او يو سرحدي پوليس ټپي شوى دى .
ده زياته کړه چې ټپي پوليس دلغمان ولايتي روغتون ته ليږدول شوى او د ډاکترانو دڅرګندونو له مخې دټپي روغتيايي حالت ښه بلل شوى دى .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.