08 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سي آى اې د خپلو پوځي مليشو ډلې منحل کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٢١
سي آى اې يا د امريکا مرکزي استخبارات په افغانستان کې خپل فعاليت محدودوي او دغه پروګرام په دغه سازمان پورې د اړوندو مليشوي ډلو په ړنګيدو سره پيل شوى دى .
د مليشو ډلې د افغانستان دختيځ په ځينو سيموکې فعالې دي. دغه ډلې د امريکا د مرکزي استخباراتو د سازمان (سي آى اې) له خوا تمويليږي چې په طالبانو پورې له اړوندو ډلو سره په جګړه کې و او په ځينو حالاتو کې يې هم په يو ډول نه يو ډول د امريکا ګټې تمثيلولې.
دغو ډلو په ځينو مواردوکې د طالبانو د فعاليتونو د مخنيوي د ځواکونو په توګه عمل کړى دى. د امريکايي پوځيانو قوماندان د تروريستي ډلوپه ځپلوکې د پوځي مليشو د ډلوکاراغيزمن او ددغو ډلو ړنګيدل په هيوادکې د امنيتي تشو د جوړولو سبب بولي او د دې باعث به شي چې د القاعده پاتې شوې په افغانستان کې بيا فعالې شي .
ويل شوي دي چې د دغې ډلې شمېر په کونړکې ١٧٥تنوته او په خوست کې٢٥٠٠ تنو ته رسيږي چې د ډيورندکرښې ته څېرمه سيموکې ځاى په ځاى شوي دي.
دغه کسان زياتره په جلال الدين حقاني پورې اړوندپه القاعده پورې د مربوطو کسانو د ننوتو په مخنيوي کې مخکښ و.
همدا اوس د دغو ډلو يو ٩٠٠ کسيزه ګروپ دپکتيکا په شکين قطعه کې منحل شوى دى. دغې ډلې په پشيکي ډول د څومياشتو معاش په اخستلو سره د کار له دوام څخه ځواب ترلاسه کړ.
زياتې انديښنې شته چې دغه ګروپ له طالبانو سره يوځاى شي.
د افغانستان د ملي امنيت ادارې د امنيت په څرنګوالي باندې د دغو ډلو د اغيزې په اړوند تبصره نه ده کړې او پايلې يې نه دې په ډاګه کړې.
خو د جمهور رييس ويندوى ويلي دي چې رامنځته شوي تشه به د امنيتي او استخباراتي بنسټونو له خوا د دغو ډلو په ړنګولو سره ډکه شي.
افغان مقامات په دې لټه کې دي چې د افغانستان په جنوبي او ختيځو سيموکې په سي آى اې پورې د اړوندو پوځي مليشو د ډلو ړنګيدل کم ارزښته وښي. ځکه هغوى د افغانستان د امنيت تامينول د افغان ځواکونوکاربولي او په دې باور دي چې افغان امنيتي او دفاعي بنسټونه د روان ميلادي کال تر پايه پورې بشپړ امنيتي مسووليتونه په غاړه اخلي او بهرني ځواکونه له دغه هيوادڅخه وځي، په دغه شان حالت کې په بهرني استخباراتي سازمان پورې د اړوندو پوځي مليشو ډلو ته کومه اړتيا ونه ليدل شي.
دغه راز د دغو ډلو د فعاليت دوام کولاى شي په هيوادکې د مليشې جوړولوبهير ژوندى کړي او سيمه ييزې اردوګانې جوړې کړي. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د سيمه ييز او خصوصي اردوګانو جوړول ناشونى کار دى.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.