څه د پاسه يو زرو دوه سوه کيلوګرامه کيمياوي توکي ضبط شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٢١
يو زرو دوه سوه پنځوس کيلوګرامه کيمياوي توکي چې د هيروينو په توليدکې کارول کيږي؛ د ملي امنيت د لوى رياست د موظفينو له خوا په تخار ولايت کې ضبط شول.
دملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: د دغې ادارې موظفينو يو زرو دوه سوه پنځوس کيلوګرامه امونيم کلورايد چې په پنځوسو پنځه ويشت کيلويي بوريوکې ځاى پرځاى شوي و او ديو پيکيپ موټر په واسطه له تخار ولايت څخه دبدخشان ولايت ته دنشه يي توکو قاچاق وړونکو ته ليږدول کيدل؛ کشف او ضبط کړل.
دنشه يي توکوقاچاق وړونکي له دغوکيمياوي توکوڅخه د هيروينو په توليدکې کار اخلي.
د پيښې په اړوند د الله محمدپه نامه يو تن نيول شوى دى او پيښه ترڅيړنې لاندې ده.

back to top