08 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

طالبانويو ملکي وګړى وواژه او يوه ښځه يې ټپي کړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٢١
وسله والو طالبانو نن سهار په سرپل ولايت کې يو ملکي وګړى وواژه او يوه ښځه يې ټپي کړه.
د سرپل ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سخيداد حيدري دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سړى هغه وخت دسرپل ولايت په مرکز پورې اړوند د انګوت د کلي په تګلوري کې ووژل شو او يوه ښځه ټپي شوه چې د دوى د سپرلۍ په موټر د وسله والو طالبانو له خوا بريد وشو.
ويل کيږي له دغې پيښې وروسته د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه ونښته چې له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څو تنه نوريې ټپيان شول.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.