17 May 2012

RSS Facebook

د ملي دفاع وزير دامريکا دمتحده ايالاتو ددفاع وزارت له مرستيال سره وکتل

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردکب دمياشتې ٣ :

دملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ دامريکا دمتحده ايالاتو ددفاع وزارت له مرستيال اشتون _ بي _ کارتر سره  ددفاع وزارت په مقر کې وکتل.

دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ.

دافغانستان امنيتي  حالاتو او دملي اردو پراختيا، افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو ليږدونې  اودملي اردو دسمبالولو  اړتيا دخبروپه سرکې ځاى درلود.

دملي دفاع وزير دخپلو خبرو په بهيرکې څرگنده کړه  چې افغان امنيتي ځواکونه دامنيتي مسووليت دليږ دونې بهير له ټاکلي پروګرام سره سم ترسره کوي .اوپه هيواد کې امنيتي حالت ښه والې موندلي دي .

ده څرگنده کړه دامنيتي مسووليت دليږدونې بهير په ښه توګه ترسره شوي دي  اوبايد په معياري وسلو دهيوادامنيتي ځواکونه داسې سمبال شي  چې اوسنيو اړتياو ته ځواب ووايي.

په مقابل کې  دامريکا ددفاع وزارت مرستيال ډاډ ورکړ چې دامريکا متحده ايالات دافغانستان دملي اردو داړتياو دلري کولو په خاطر  دملي دفاع وزارت  دنظر وړ امکانات تر اجرا لاندې نيسي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.