دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان له لسګونو جنګي وسايلو او له سلګونو کيلوګرامو چاوديدونکو توکو سره په ميدان وردګو ولايت کې ونيول شول.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٧
دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان له لسګونو جنګي وسايلو او له سلګونو کيلوګرامو چاوديدونکو توکو سره په ميدان وردګو ولايت کې ونيول شول.
په دغوکسانو تېره شپه کله چې د سيد آباد ولسوالۍ په تنګي دو آب سيمه کې په خپل پټنځاى کې د ماين په جوړولو بوخت وو؛ ملي اردو او پوليسو له خوا بريد وشو او ونيول شول.
د ميدان وردګو د والي ويندوى عطاالله خوږياڼي دباختر آژانس خبريال ته وويل: له دغوماين جوړونکوطالبانو څخه په لسګونو جنګي وسايل او په سلګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکى ترلاسه شوي دي .
په افغانستان کې طالبان زياتره په ګڼ ميشتو لاروکې د ماينونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کيږي.
دغه ډله چاوديدونکي توکي د ماينونو او دځانمرګو واسکټونو دجوړولو لپاره له پاکستان څخه افغانستان ته راوړي.

back to top