14 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ګرشک ولسوالۍ په ودانۍ د وسله والو يرغلګرو بريد د دريو تنو ځانمرګو يرغلګرو په وژل کيدوسره پاى ته ورسيد

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٢ :
هغه درې تنه ځانمرګي يرغلګر چې د هلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په ودانۍ يې بريد کړى و،  د امنيتي ځواکونوله خوا وځپل شول.
دلښکرګاه له ښار څخه د باخترآژانس خبريال د هلمند ولايت د امنيتي  مسوولينو له خولې خبر راکړ :
دريو تنو ځانمرګو يرغلګرو نن غرمه د هلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په ودانۍ بريد وکړ. پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يوه ځانمرګي يرغلګر ځان د ولسوالۍ د دروازې په وړاندې وچاوه او دوه تنه نوريې ودانۍ ته ننوتل .
ويل کيږي وسله والو يرغلګرو له غرمې وروسته ترڅلورو بجو پورې مقاومت ته دوام ورکړ، خو په پاى کې د امنيتي ځواکونوله خوا وځپل شول.
سره له دې چې سيمه ييزو مسوولينو په دې پيښه کې د امنيتي ځواکونو د سر د زيان په اړوندڅه نه دي ويلي، خو يوه امنيتي خبرځاى چې ويې غوښتل د نامه يادونه يې ونه شي  وايي چې په دې پيښه کې څلور تنه پوليسان او د ولسوالۍ يو تن مسوول شهيدان شوي دي .
امنيتي خبرځايونو دګرشک په پيښه کې د بهرنيو استخباراتو لاس ښکيل بللى دى او ويلي يې دي چې ځانمرګي يرغلګر د ډيورنډله کرښې اخوا څخه ددغه ډاراچوونکي عمل  په ترسره کولوګومار ل شوي وو.
د سيمې خلکو د ګرشک ولسوالۍ په ودانۍ بريد وغانده او وسله وال طالبان په دې پيښه کې پړ بولي .
دا په داسې حال کې ده چې  پرون د ماشوم په نړيواله ورځ وسله والوطالبانو دقندهار ولايت په يوه ولسوالۍ کې په چاودنې سره دوه تنه ماشومان شهيدان کړل.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.