04 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په لوګرکې د سيمه ييزو پوليسو د لسګونو تنو ځوانانو ځاى پرځاى کيدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
په لسګونو تنه ځوانان په لوګر ولايت کې د سيمه ييز پوليسو په توګه ځاى پرځاى شول.
دغه ځوانان چې د سيمې اوسيدونکي دي؛ د لوګر ولايت په مرکز او د محمدآغې او د بره کي برک د ولسواليو په ځينو سيموکې په څو قرارګاه کې ځاى پرځاى شول. دلوګر ولايت امنيه  قوماندان جنرال عبدالحکيم اسحق زي دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دې دوره کې د سيمې ٦٨ تنه ځوانان د سيمه ييزو پوليسو په توګه په کاروګومارل شول او په نويو جوړو شويو قرارګاووکې ځاى پرځاى شول.
جنرال اسحق زي وويل چې دغه ځوانان د څلورومياشتو لپاره له تروريستي ډلو سره د مخامخ کيدو، د بمونو او ماينونو د شنډولو دڅرنګوالي او دخلکو دامنيت دتامينولو په ګډون په پوځي برخوکې زده کړه کړې دي.
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې: تراوسه پورې د سيمې ٧٥٠ تنه ځوانان له پوځي زده کړو وروسته د سيمه ييزو پوليسو په توګه جذب او د لوګر ولايت په ځينو سيمو کې ځاى پرځاى شوي دي .
دلوګر ولايت امنيه قوماندان وايي چې د نورو پوځيانو ترڅنګ د سيمه ييز پوليسو دځواکونو په ځاى پرځاى کيدو سره په دغه ولايت کې تروريستي ګواښونه کم شوي دي.
ده وويل: دوى هلې ځلې کوي د سيمه ييزو پوليسو په زياتوالي او د لوګر ولايت په مهمو سيموکې د هغوى په ځاى پرځاى کيدو سره هم د دغه ولايت امنيت تامينوي او له بله پلوه په پايتخت کې تروريستي ګواښونه هم کم کړي.
دلوګر ولايت دکابل په ګاونډکې دى او د پوځيانو د څرګندونو له مخې: زياتره تروريستي ډلې د لوګر او د غزني له لارې پايتخت ته ننوځي او په تروريستي بريدونو لاس پورې کوي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.