04 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ميدان وردګوکې د وسله والوطالبانو د ډلې د يو قوماندان په ګډون د شپاړلسو تنو طالبانو وژل کيدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٤ :
د وسله والوطالبانو د ډلې د يوقوماندان په ګډون ١٦ تنه وسله وال طالبان د ميدان وردګو ولايت په مربوطاتوکې له پوځيانوسره په نښتوکې ووژل شول.
په دغو نښتوکې ٧ تنه جګړه ماران، ٣ تنه سرتيري او ٣ تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
دغه جګړې تېره شپه او نن سهار د ميدان وردګو ولايت دچک، نرخ، جغتو او د سيدآباد د ولسواليو او د ميدان ښار په ځينو سيموکې هغه وخت ونښتې چې  پوځيانو په وسله والوطالبانو بريدونه وکړل.
د ميدان وردګو د والي ويندوى عطاالله خوږياڼي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتوکې د وسله والوطالبانو د ډلې د يو قوماندان په ګډون ١٦ تنه طالبان و ژل شوي او ٧ تنه نور يې ټپيان شوي دي.
خوږياڼي په دغو نښتوکې د دريو تنو سرتيرو او د دريو تنو ملکي وګړو ټپي کيدل هم تائيدکړل.
ويل کيږي پوځيانو د دغو بريدونو په بهيرکې د وسله والوطالبانو د درندو اوسپکو وسلو يوه ډيپو هم ترلاسه کړې ده .
ددغو بريدونو په بهېرکې پوځيان په  ميدان وردګوکې د وسله والو طالبانو په ګډون د تروريستي ډلو له شتون څخه د څو سيمو په پاکولو بريالي شوي دي.
ديوبل خبرله مخې :
دحزب اسلامي يو قوماندان دميدان وردګو ولايت په مربوطاتوکې له وسله والو طالبانو سره په نښته کې ووژل شو.
په دې جګړه چې تېره شپه ناوخته ونښته دګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي يو غړى هم وژل شوى دى .
د ميدان وردګو په ولايت کې يوه سيمه ييز مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل:
دغه  جګړه هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو د حزب اسلامي ددغه قوماندان
دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
ده وويل چې په دې نښته کې په ميدان وردګوکې د حزب اسلامي يو قوماندان او ددغه حزب يو غړى وژل شوي دي.
ددغه سيمه ييز مسوول دڅرګندونوله مخې: په دې  جګړه کې وسله والوطالبانو ته هم د سر زيان اوښتى دى خو دقيق شمېر يې لا تراوسه پورې څرګند نه دى.
دميدان وردګو ولايت په څو وروستيوکلونوکې د وسله والوطالبانو او د ګلبدين  حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د ځواکونو ترمنځ د مرګانيو نښتو ډګر دى.
دميدان وردګو ولايت سيمه ييز مسوولين وايي چې دغه جګړې زياتره د وسله والو طالبانو د لوړتيا غوښتنو او له خلکو څخه  د جزيې  د پيسو د ويش پرسر رامنځته کيږي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.