06 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

کابل/ د زمري ۱۵ مه / باختر د افغانستان د اسلامي...

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

کابل / د زمري ١٥مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان په فراه کې ونيول شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٠ :
د وسله والوطالبانو د ډلې ديو پنځه کسيز ګروپ قوماندان دملي امنيت د ځواکونو له خوا په فراه ولايت کې ونيول شو.
دغه قوماندان د فراه ولايت د خاک سفيدولسوالۍ په مربوطاتوکې د عملياتو په بهير کې ونيول شو.
د فراه ولايت د ملي امنيت د رياست يوه خبرځاى دباخترآژانس خبريال ته وويل :
ملا بسم الله چې د خاک سفيدولسوالۍ د آب خرما په ساحه کې د وسله والو طالبانو د ډلې د يو پنځه کسيز ګروپ قوماندان و؛ د ملي امنيت د ځواکونوله خوا ونيول شو.
دغه قوماندان د خاک سفيد ولسوالۍ په مربوطاتوکې او د فراه  _ فرارود په لاره کې په زياترو تروريستي او ورانکارو  بريدونوکې لاس درلود.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دغو عملياتوکې د قوماندان ملابسم الله تر امر لاندې يوتن ملا يارمحمد هم  له يو موټرسايګل ، يو کلاشينکوف ، يو لاسي بم او شپاړلسو بوشکه يي ډوله ماينونوسره نيول شوى دى.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.