12 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت...

په بدخشان کې  په هوايي عملياتو کې  ١٢  طالبان ووژل شول .

په بدخشان کې په هوايي عملياتو کې ١٢ طالبان ووژل شول .

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دوسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د قندهار پوهنتون ٣٥ تنه استادان د وسله والوطالبانو له خوا وتښتول شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٨ :
د قندهار پوهنتون يو استاد ټپي او  ٣٤ تنه نور استادان د وسله والوطالبانوله خوا
وتښتول شول .
د قندهار د والي ويندوى دواخان مينه پال دباخترآ ژانس خبريال ته وويل : دغه پيښه د کابل _  قندهار د لويې لارې په اوږدوکې د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتوکې رامنځته شوې ده .
يوه اړونده خبرځاى وويل: دغه  استادان  د آزمونيو له اخيستلو وروسته د رخصتۍ د تيرولو لپاره خپلوکورونو ته روان ووچې د سپرلۍ په موټر يې د غزني  _  قندهار په لويه لاره کې د وسله والو طالبانوله خوا ډزې وشوې .
دمينه پال دڅرګندونوله مخې: په دې پيښه کې يو استاد ټپي او ٣٤ تنه نور استادان د وسله والو طالبانوله خوا وتښتول شول.
دقندهار پوهنتون رييس ډاکترحضرت ميرطوطاخيل ددغه خبرپه تائيدولوسره وويل: ددغو استادانوله جملي څخه ٢٠ تنه يې د ښوونې او روزنې په پوهنځي پورې او نور يې د ژورناليزم، شرعياتو او د کرنې په پوهنځيو پورې اړوند وو.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.