06 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

يو ځوان خبريال په بلخ کې شهيدکړى شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دچنګاښ دوه ويشتمه :
په بلخ ولايت کې دلحظه دحصوصي راډيو خبريال خالد اګاه د  ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا شهيد کړى شو.
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ  ويندوى دباختراژانس خبريال ته وويل، خالد اګاه چې له څلورکلونوراپديخوا يې دلحظه  په خصوصي راډيو کې کار کاوه پرون  دمزارشريف ښار ددريمې کارتې په ساحه کې خپل کورته څيرمه دتومانچې په ډزو سره  شهيد کړى شو .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين دلحظه  راډيو دځوان او مستعد خبريال دشهادت دغندلو په ترڅ کې  له امنيتي مسوولينو څخه وغوښتل  چې دخالد اګاه قاتلان ونيسي  او دقانون منګولوته دې وسپاري .
داطلاعاتو او فرهنګ وزير دخالد اګاه دناڅاپي  شهادت له امله دارواښادکورنۍ او درسنيو مسوولينو ته د داډګيرنې  مراتب څرګند کړل او دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه يې دارواښاد کورنۍ ته دجميل صبر  هيله کړې ده .
ويل کيږي چې دپيښې دعاملينو دنيولو لپاره دپوليسو له خوا پلټنې پيل شوي دي . 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.