06 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

وسله والو طالبانو درې تنه پوليسان شهيدان کړل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دچنګاښ دوه ويشتمه :
دهرات ولايت دشينډنډ په ولسوالۍ کې پرون دوسله والو طالبانو  په بريد کې درې تنه  پوليسان شهيدان شول .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالروف  احمدي دباختراژانس خبريال ته وويل، دغه پوليسان هغه وخت شهيدان شول چې وسله  والو طالبانو دشينډنډ  ولسوالۍ په بازار کې ددوى په پوستو بريدونه وکړل  او ددوى ترمنځ دنښتې سبب شول او له امله يې درې تنه پوليسان شهيدان شول.
ده زياته کړه چې په دې نښته کې وسله والو طالبانو ته دسردروند زيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې معلوم نه دى .
پوليسو دپيښې  په اړوند تحقيقات پيل کړي دي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.