22 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ملي موزيم د نوې ودانۍ د ډيزاين د پرمختيا قرارداد لاسليک شو

کابل/ دسلواغې لومړۍ/ باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې...

د ټوليزو رسنيو دپاليسۍ د مسودې په اړوند د نظرغوښتنې، مشورتي غونډه جوړه شوه

کابل/ دسلواغې لومړۍ/ باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې...

د فارياب د کوهستاناتو مواصلاتي لاره پرانيستل کېږي

د فارياب د کوهستاناتو مواصلاتي لاره پرانيستل کېږي

کابل/ دسلواغې لومړۍ/ باختر د فارياب له مرکز سره د کوهستاناتو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې لس کلي د تروريستانو له شتون څخه پاک شول

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٥
د بغلان ولايت دمرکزي بغلان په ولسوالۍ کې نن د (بريښنا-١) په نامه د افغان امنيتي ځواکونو ګډ عمليات پيل شول.
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى جاويد بشارت د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات دکندز له ولايت څخه د بغلان ولايت ته د دتښتيدلو تروريستانو د ځپلو او په بغلان کې د تروريستانو د هر راز تحرکاتو د شنډولو په خاطر پيل شوي دي.
دمرکزي بغلان د ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل قدرت الله اخلاق د څرګندونو له مخې: دغه عمليات په مشکوکو سيموکې پيل شوي دي او تراوسه پورې له کومې نښتې پرته دولس کلي د تروريستانو له شتون څخه پاک شوي دي او امنيتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي .
خبرځاى زياته کړه چې دغه عمليات په بشپړه توګه د تروريستانو له شتون څخه د مرکزي بغلان په ولسوالۍ پورې د اړوندو ساحو تربيخي تصفيه کولو پورې دوام لري.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.