08 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى د نجونوليليه پرانستل شوه .

د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى د نجونوليليه پرانستل شوه .

کابل /دزمري ١٨مه / باختر: د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځى...

څلور پوليسان په قندهار کې  د طالبانو په بريد کې شهيدان شول

څلور پوليسان په قندهار کې د طالبانو په بريد کې شهيدان شول

-کابل /دزمري ١٨مه / باختر: ٤ پوليسان په قندهار کې د...

په پنجشير کې د دوو ساختماني پروژو  کار دوام لري

په پنجشير کې د دوو ساختماني پروژو کار دوام لري

-کابل /دزمري ١٨مه / باختر: په پنجشير کې د دوو ټولګټو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د بغلان ولايت ملي پوليس په پوځي تجهيزاتو سمبال دي او د طالبانو د ځپلو ځواکمني لري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢ :
په بغلان  ولايت کې د طالبانو هيڅ فعاله جبهه نشته او امنيتي ځواکونه په تېره بيا  ملي پوليس په نويو پوځي تجهيزاتو سمبال شوي دي .
په بغلان کې د  ٢٠٩ شاهين قول اردو د درېمې لوا د لومړى کنډک قوماندان  ډګرمن ضياالدين د باخترآژانس خبريال ته وويل: همدا اوس په دغه ولايت کې  د ملي پوليسو ځواکونه په نويو محاربوي مهارتونو او پوځي تجهيزاتو سمبال شوي دي  او کولاى شي په دغه ولايت کې هر راز پوځي عمليات په مستقلانه ډول ترسره کړي.
ده زياته کړه: وسله وال طالبان نورله پوليسو سره د مخامخې جګړې ځواکمني نلري. که چيرې دښمن وغواړي په مرکز او ولسواليوکې ورانکار فعاليتونه ترسره کړي؛ د ملي پوليسو له خوا به  وځپل شي .
دا په داسې حال کې دى چې په بغلان ولايت کې د ملي پوليسو يوشمېر سرتيري او افسران چې کلونه کلونه کيږي د ملي پوليسو له ليکو سره يوځاى شوي دي؛ له نورو ځوانانو څخه غواړي چې د ملي پوليسو له ليکو سره په يو ځاى کيدو سره د هيواد په وړاندې خپله ايماني او وجداني دنده ترسره کړي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.