کابل باخترد جوزا دمياشتې١٤ نيټه :
دلوګرپوليسو ديوځوان هلک دوژل کيدو په باب څيړنې کوي.
دلوګرولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال رييس خان صادق باختراژانس ته وويل: دځوان هلک محمود مړى چې دناپيژندل شويو کسانو له خوا دچړو په ګوزارسره وژل شوى و ددغه ولايت په مرکزپورې اړوند دعليخان کلي دسيدمحمودغازي په دښته کې ترلاسه شو.
پيښه دپوليسو له خوا څيړل کيږي .