خوست\ باخترد جوزا دمياشتي١٤ نيټه
څلور ماين ايښودونکي په خوست ولايت کې دماين قرباني شول.
د ٥٠٥ سپين غر زون دقوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول باختراژانس ته وويل: دغو کسانو تيره شپه کله يې چې غوښتل دخوست دځاځي ميدان ولسوالۍ دفري غاښي په سيمه کې دوسايطو ضد ماين ځاى پرځاى کړي په همدې وخت کې ماين وچاوديد اوله امله يې څلور واړه ووژل شول.
ديادونې وړ ده دفري غاښي هغه سيمه ده چې دخوست ولايت دځاځي ميدان ولسوالۍ اودپکتيا ولايت ډنډپټان ولسوالۍ تر منځ پروت دى او زياتره اکمالاتي کتارونه له همدې لارى پکتيا ته تګ راتګ کوي.