21 February 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هرات کې دفوټسال  سيالۍ دوام مومي .

په هرات کې دفوټسال سيالۍ دوام مومي .

کابل باختر دسلواغې دريمه : په هرات کې دفوټسال دغوره ليګ...

 دافغان او دبيک بير ټيمونه لوبه کوي .

دافغان او دبيک بير ټيمونه لوبه کوي .

کابل باختر دسلواغې دريمه : په هرات کې دفوټبال دغوره...

 دوه تنه ډار اچوونکي ټپيان شول .

دوه تنه ډار اچوونکي ټپيان شول .

کابل باختر دسلواغې دريمه : دزابل ولايت په مربوطاتو کې پرون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغان تيلي کام يو کارکوونکى په هرات کې شهيد شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٢ :
د افغان تيلي کام د مخابراتي شرکت يو انجنير پرون په هرات ولايت کې د وسله والو طالبانو له خوا شهيد او يو تن بل ټپي شوى دى.
په هرات کې د افغان تيلي کام د مخابراتي شرکت يو تن مسوول حکمت الله کليوال باختر آژانس ته وويل: دغه پيښه د هرات د شينډنډ ولسوالۍ په بازارکې هغه وخت رامنځته شوه چې د افغان تيلي کام د مخابراتي شرکت انجنيران په دغې ولسوالۍ کې د ديجيتال ټيلفونونو د مزو دغځولو په حال کې وو.
ده زياته کړه: پخوا هم د دغه مخابراتي شرکت څو تنو کارکوونکو ته د وسله والو  طالبانو له خوا د وژلو ګواښ شوى و.
کليوال له امنيتي مقاماتوڅخه غوښتنه کوي چې دهرات په شينډنډولسوالۍکې د افغان تيلي کام د مخابراتي شرکت د کارکوونکو امنيت تامين کړي چې په دغې ولسوالۍ کې د ديجيتال ټيلفونونو د درولو پروژه بشپړه کړي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.