26 May 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني د پیروزي ښارګوټي د کاري پرمختګ څرنګوالي وکوت

جمهوررئیس غني د پیروزي ښارګوټي د کاري پرمختګ څرنګوالي وکوت

کابل باختر د غبرګولي څلورمه د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

په نورستان کې داوو  تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

په نورستان کې داوو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر د غبرګولي څلورمه دوسله والو طالبانو په ډلې...

په قندهار کې داتو تنو وسله والو طالبانو وژ ل کيدل

په قندهار کې داتو تنو وسله والو طالبانو وژ ل کيدل

کابل باختر د غبرګولي څلورمه : اته تنه وسله وال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ملي امنیت ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د حقاني شبکې د یو مهم قوماندان وژل کېدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٢٨ :

د ملي امنیت د ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د حقاني شبکې مهم قوماندان خان بادشاه د ګلاب شاه زوی چې په فریادي مشهور وو ددغې شبکې له څو تنو نورو مهمو غړو سره یو ځای وژل شوی دی.                                                                                 دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :                      په دې هوایي برید کې د قوماندان فریادي په ګډون د هغه مرستیال سیدان په فدایی مشهور، محسن چې د شمالي وزیرستان د مداخېلو د کلي اوسېدونکی او د حقاني شبکې د دېرش کسیزې ډلې مشر وو له یو بل تن سره یو ځای چې هویت یې ندی په ډاګه شوی وژل شوي دي.
قوماندان فریادي ددې ترڅنګ چې د حقاني شبکې د ځانمرګو بریدګرو د روزنې چارې مخ ته بيولې همدارنګه یې په خوست، پکتیکا او د زابل په ولایاتو کې د افغان دولت پر ضد د ډېرو بریدونو قومانده هم په غاړه لرله.
فریادي د یو زیات شمېر بېګناه افغانانو په اعدام او صحرایي محاکمه کې هم ښکېل وو او درې اوونۍ مخکې یې دوه تنه بې ګناه ځوانان په دار ځړولي وو.
خان بادشاه د پکتیکا ولایت د حقاني شبکې ټولې نظامي او عملیاتي چارې مخ ته وړلې او همدارنګه یې د نورو ولایاتو طالبانو ته د ملاتړ په موخه زیات شمېر جنګیالي لېږل.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.