26 May 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د هېواد د کرکټ ټيم ويسټ انډيز ته روان شو

د هېواد د کرکټ ټيم ويسټ انډيز ته روان شو

کابل \ باختر دغبرګولي دمياشتې ٤ : د هېواد د...

په افغانستان کې په ډار اچوونکو د٤٦٠ هوايي بريدونو ترسره کول

کابل \ باختر دغبرګولي دمياشتې ٤ : د امريکا متحده...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په لغمان کې نېږدې ۳۰۰ جریبه ځمکه د غاصبینو له منګولو را وګرځول شوه.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د کب ديرشمه :
تېره ورځ د لغمان ولایت د دولتي ځمکو د استرداد او د غضب د مخنیوي کمیسیون له خوا په مرکز مهترلام کې د مهترلام ښاروالۍ د سلطان غازي بابا ښارګوټي د تطبیقي پلان اړوند د R1, R4, R5, R10, ،R11 او د المپیک امریت په اړونده سيمه کې نږدې درې سوه جریبه دولتي ځمکه چې د یو شمېر کسانو له خوا غصب شوې وه، د غاصیبنو له منګولو راوګرځول شوه.
د لغمان ولایت مرستیال شهزاده مظلومیار او د یاد کمیسون رئیس چې د کمېسیون نورو غړو یې هم ملتیا کوله د دولتي ځمکو د استرداد پر مهال وویل چې ولایتي اداره په خپل ټول توان هوډمنه ده څو د هر هغه چا پر وړاندې په جدیت سره ګام پورته کړي چې غصب کوي او یا هم نورو غیر قانوني کارونو ته زمینه مساعده کوي.
ده وویل چې د ولایت مقام په لارښونه دغه جوړ شوی کمېسیون په متواتر ډول په مرکز او ولسوالیو کې د دولتي ځمکو د استرداد او د غصب د مخنیوي په برخه کې د قانون سره سم په قاطعیت کار کوي چې تر دې دمه د کمیسیون په هلو ځلو تراوسه زرګونه جریبه دولتي ځمکه د غاصیبنو له منګولو خلاصه کړې او یو شمېر غاصبین یې هم د قانون منګولو ته سپارلي دي.
د ولایت مرستیال او د یاد کمیسیون مشر ښاغلی مظلومیار زیاته کړه هر افغان حق لري څو په افغانستان کې د اوسېدو لپاره یو استوګنځی ولري، چې موږ هم د ولس د همدې قانوني حق د پر خای کېدو لپاره هلې ځلې کوو، نوموړي له خلکو وغوښتل څو په دولتي ځمکو او پلاني ځایونو کې د خود سره ځایونو له جوړولو په کلکه ډډه وکړي او هر هغه څوک چې په غیر قانوني توګه دولتي ځمکې غصبوي پر وړاندې به یې قانوني چلند وشي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.