29 June 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو انس سره زر په ١٢٥١ډالرو وړاندې کيږي

يو انس سره زر په ١٢٥١ډالرو وړاندې کيږي

کابل\باختر\ د چنګاش د مياشتې٧ په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس...

خلک  دامنيتي او دفاعي ځواکونو په وړتيا  باور لري .

خلک دامنيتي او دفاعي ځواکونو په وړتيا باور لري .

کابل باختر د چنګاښ شپږمه : يوشمير کابل ښاريان دهېواد...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هرات کې ددوو وسله والو غلو نيول کيدل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باخترد غويي دمياشتې ١:
دهرات ښار د دويمې امنيتې حوزې موظفينو له خوا دوه تنه وسله وال غله د منارونو له ساحې څخه  ونيول شول .
مجرمين چې دهرات ښاراوسيدونکي دي  له تعقيب او تيښتې وروسته دمنارونو په واټ کې ونيول شول  .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛  مجرمين  دخراسان مارکيټ په واټ کې  ددويمې امنيتي حوزې دپوليسو دپلټنې له پوستې څخه له تيښتې وروسته   دپوليسو له خواتعقيب  او دمنارونو په واټ کې  له ډزو وروسته   دپښو په ناحيه کې ټپيان او ونيول شول .
له دغو کسانو څخه يوه پاکستاني بريتا تومانچه هم دپوليسو لاسته   ورغلې ده .
مجرمين دپوليسو تر مراقبت لاندې دي.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي  چې دهرات پوليسو اوولس تنه  دجينايي جرمونوپه بيلابيلو پيښو کې نيولي دي.
دغه کسان دتيرو ٢٤ ساعتو په بهيرکې ددغه ولا يت له بيلابيلو سيمو څخه نيول شوي دي.
نيول شويو کسان په غلا ، شوکمارۍ ، وژنې ، انسان تښتونې او دنشه يي توکو په پلورنې تورن دي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.