د يوه بس موټر د چپه کيدو له امله ٢٢ تنه ټپيان شول.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باخترد غوايي دمياشتې ١:
په بغلان ولايت کې ديوه بس موټر دچپه کيدو له امله دوه ويشت تنه سپرلۍ يې ټپيانې شوې.
دغه پيښه  دکابل _ مزار  دلارې په تګلوري  کې دمرکزي بغلان  دجر خشک په ساحه کې  رامنځته شوه  .
يو مسافر وړونکى بس موټر دسيلاو دراوتلو له امله چپه شو.
دغه بس موټر  له کندز څخه مزارشريف  ته سپرلۍ ليږدولې  چې  په سيلاو کې بند پاتې شو او چپه شو.دبغلان ولايت  له طبيعي پيښو سره دمبارزې  دادارې  مرستيال ضياوالدين دباخترآژانس خبريال ته وويل  په دې پيښه کې دوه ويشت   تنه سپرلۍ  ټپيانې شوي دي.له بلې خوا په  بغلان کې ديوه  روغتيايي مرکز ډاکترانو  ددغو  ټپيانو  روغتيايي حالت مخ په ښه والى  بولي .
پرله پسې سختو اورښتونو،  بغلان نن سهار دسيلاو د راوتلو ډګر و، هغه پيښه  چې له امله يې  څلور  تنه ووژل شول  او داستوګنې په لسګونو کورونه او دخلکو کروندې ويجاړې شوې او د تګ راتګ څولارې هم دخلکو پرمخ وتړل شوې.    

back to top