22 August 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د چمتال بېځايه شوې کورنۍ په بد حالت کې دي

مزارشريف \باختر دزمري دمياشتې ديرشمه : څه ناڅه زر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د داعش د ډلې درې ويشت تنه غړي په ننګرهارکې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 جلال آباد \ باختر دغويي دمياشتې  ٢٨ :
د داعش د ډلې درې ويشت تنه غړي د نويو نښتو له امله په ننګرهار ولايت کې ووژل شول.
په دغو داعشيانو په وروستيو ٢٤ ساعتوکې د هسکې مينې، کوټ او اچين په ولسواليوکې بريدونه وشول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې درې ويشت تنه داعشيان ووژل شول.
ده وويل: په دغو داعشيانوکله چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو،  بريدونه وشول.
ويل کيږي چې د دغو بريدونو په بهيرکې پوځيانو او کليوالي اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې د داعش د ډلې د جنګي وسايلو څلور ډيپوګانې په ننګرهار ولايت کې کشف شوې.
دغه ډيپوګانې د هسکې مينې، کوټ او اچين په ولسواليوکې د داعشيانو په پټنځيوکې ساتل کيدې.
په ننګرهار ولايت کې يو پوځي خبرځاى وايي چې له دغو ډيپوګانوڅخه څو سپکې او دراندې وسلې او يوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.