14 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د حکومت او رسنيو د ګډې کمېټې د مشرتابه هيئت غونډه جوړه شوه

کابل \باختردليندۍ دمياشتې٢٢ نيټه : د حکومت او رسنيو...

اجرائيه رئيس د خوست له یوشمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٢٢مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه...

اجرائيه رئيس: ټاکنیز کمېسیونونه دې له هر ډول لاسوهنې پرته خپلې چارې پرمخ یوسي

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٢٢مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د فارياب د ولايتي شورا يو پخوانى غړى له جيل څخه تښتيدلى دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 ميمنه / باختر دثور ٢٨:
  د فارياب د ولايتي شورا يو غړى په مرموز ډول له جيل څخه تښتيدلى دى.
انګار توخي دوه کاله مخکې د يوه ځوان هلک د وژلو په تور په دولس کاله بند محکوم شوى و.
د را رسيدلو خبرونوله مخې:
د فارياب د ولايتي شورا دغه پخوانى غړى په ظاهره توګه د ناروغۍ په پلمه روغتون ته د ليږدولو په وخت کې تښتيدلى دى .
د فارياب ولايت د مرکزي جيل رييس د باختر آژانس خبريال ته وويل چې انګار توخي د دغه ولايت د پوليسو د قوماندانۍ په همکارۍ په تيښتې بريالى شوى دى .
دى وايي: جنرال عبدالنبي الهام چې تر درې ورځې مخکې د فارياب ولايت د پوليسو قوماندان و، د خپل ماموريت په پست کې په وروستيو شپوکې د انګار توخي د تيښتې طرحه جوړه کړې ده.
اوس  د ښاغلي الهام په ځاى جنرال دلاورشاه د فارياب د پوليسو قوماندان دى .
د فارياب ولايت د جيل مسوولين وايي چې د پوليسو پخوانى قوماندان جنرال الهام يوځل په خصوصي توګه په جيل کې د فارياب د ولايتي شورا له پخواني غړي انګار توخي سره ليدلى و.
د فارياب د مرکزي جيل رييس وايي چې جنرال الهام د دغه جيل مرستيال ته لارښوونه کړې وه چې روغتون ته د توخي پرمخ د ټپونو د درملنې په خاطر هغه ته اجازه ورکړي او په پاى کې  د ولايتي  شورا دغه غړى هم روغتون ته د تلو په وخت کې تښتيدلى دى .
  ويل کيږي، د فارياب د ولايتي شورا غړى انګار توخي له تيښتې څخه يوه شپه مخکې له يو بل بندي سره دعوا وکړه او مخ يې يو څه ژوبل شوى و .
په همدې حال کې د فارياب ولايت پخوانى قوماندان جنرال عبدالنبي الهام دجيل د مسوولينو ادعا ردوي او وايي چې له جيل څخه د انګار توخي په تيښته کې هيڅ رول نه درلود .
جنرال الهام وويل: ما هيڅ کتبي او شفاهي لارښوونه د جيل مسوولينو ته نه ده کړې چې انګار توخي يې د درملنې لپاره روغتون ته وليږدوي، بر عکس د جيل مسوولين د دغه بندي په تيښته کې لاس لري .
  په همدې حال کې په فارياب ولايت کې سيمه ييز مقامات وايي چې د فارياب ولايت د مرکزي جيل مرستيال له څو تنو افسرانو او سرتيرو سره د ولايتي شورا د غړي انګار توخي د تيښتې د لاس لرلو په تور نيول شوي دي او په دې باب تحقيقات دوام لري .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.