25 July 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دکورنيو چارو وزارت په مربوطاتو کې نوې ټاکنې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دغويي دمياشتې  ٢٩ :
دکورنيو چارو وزارت په وړانديزاودافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رئيس له حکم سره سم  ددغه وزارت په مربوطاتو کې ددغو کسانو ټاکنې منظورې شوي دي:
_ دملي دفاع وزارت دلوى درستيز مرستيال سترجنرال مرادعلي مراد دسترپاسول په کمبود بست کې دکورنيو چارو وزارت   دستر امنيتي معين په توګه .
_ دملي دفاع وزارت  دبيړنيو اوفوق العاده حالاتو رئيس تورنجنرال امين الله کريم دلوى پاسوال په بست کې دکورنيو چارو وزارت د اداري معين په توګه .
_  دنشه يي توکوپرخلاف دمبارزې دعملياتو لوى رئيس پاسوال عبدالخليل بختيار  دلوى پاسوال په بست کې له نشه يي توکو سره دمبارزې دمعين په توګه ،._ د کورنيو چارو وزارت داستخباراتو دلوى رياست دهدف نيونې  (انتک) رئيس  پاسوال محمد فريد افضلي   د لوى پاسوال په بست کې   له جرمونوسره دمبارزې او کشف  درئيس په توګه .
_  دپيژنتون داحتياط افسر پاسوال عبدالجميل کوهستانى دپاسوال په بست کې   له   جرمونوسره دمبارزې  دلوى رئيس په توګه .
_  دپوليسو داکاډمۍ قوماندان  پاسوال  عبدالجبار پردلي دپاسوال  په بست کې  دکورنيو چارو وزارت دپيژنتون دلوى رئيس په توګه .
¬_  دپوليسو اکاډمۍ دقوماندانۍ  د ادارې رئيس پاسوال عبدالمنان همدل دمل پاسوال په بست کې د کورنيو چارو  وزارت داستخباراتو دلوى رياست دمرستيال په توګه.
_ دپيژنتون دا حتياط افسر پاسوال  غلام عزيز غرنى  دسيمه ييزو پوليسو درئيس په توګه .
_  دپکتيکاولايت امنيه قوماندان پاسوال خليل الله ضيايي دپاسوال په بست کې د ٨٠٨   سپين زر دساحوي زون دقوماندان په توګه .
_   دکورنيو چارو  وزارت دپيژنتون د احتياط افسر مل پاسوال  عبدالنبي الهام  دپاسو ال په بست کې  د ٤٠٤  ميوند دساحوي زون دقوماندان په توګه .
_ دهرات دسرحدي لوا قوماندان مل پاسوال محمد جمعه عديل دپاسوال په  کمبود بست کې د ٦٠٦ انصار ساحوي زون دقوماندان په توګه .
¬ _ دپيژنتون د احتياط افسر شيرعلي شهريار دپاسوال په بست کې د ٢٠٢ شمشاد  ساحوي زون دقوماندان په توګه .
_   دغه راز لوى پاسوال اکرام الدين  ياور
_ لوى پاسوال بازمحمد احمدي
_ لوى پاسوال سيدعبدالغفار سيدزاده
_  لوى پاسوال عبدالظاهر  ظاهر
_ لوى پاسوال عبدالوکيل اکبري
_  مل پاسوال فريدون امامي
_  پاسوال عليشاه احمدزى
_ پاسوال شيرعزيز کامه وال
_  پاسوال عبدالقيوم باقي زوى
او مل پاسوال خيرمحمد تيمور دکورنيو چارو وزارت دپيژنتون دلوى رياست 
داحتياط په بستونو کې منظور شوي دي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.