25 July 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اوولس تنه ډار ا چوونکي په بغلان کې ووژل شول په بغلان کې دوه پنځوس کلي دډاراچوونکو له شتون څخه پاک شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

پلخمري  \ باختر دغويي دمياشتې  ٢٩ :
دبغلان ولايت په مربوطاتو کې اوولس تنه ډاراچوونکي پرون ووژل شول او دمرکزي بغلان په ولسوالۍ پورې اړوند د حسن تال دساحې دوه پنځوس کلي پرون  دډار اچوونکو له شتون څخه پاک شول،.
دبغلان ولايت  امنيه قوماندان  جنرال اکرام الدين سريع  باخترآژانس ته وويل ؛ دبغلان ولايت په مربوطاتو کې دخالد  ٩٦ په نامه چاڼيزو عملياتو په بهيرکې اوولس تنه   وسله وال مخالفين ووژل شول او دمرکزي بغلان  دولسوالۍ دحسن تال دسيمې بيلابيل کلي دوسله والو طالبانوله شتون څخه پاک شول.
ده زياته کړه   په دغو عملياتو کې  څه ناڅه شل تنه وسله وال مخالفين ټپيان شوي دي  چې په هغو کې  دملاعمر اوملا اختر په ګډون  دوسله والو طالبانو دډلې مشهور افراد شامل دي  او نور مخالفين په شاتګ ته اړ شول اودحسن تال ټولې سيمې چې  ٥٢ کلي پکې شامل دي په بشپړه توګه  دوسله والو  طالبانو له شتون څخه پاک شول.
ده زياته کړه  چې وسله والو  طالبانو په دغو سيمو کې داستوګنې کورونو ته په اور اچولو سربيره   څلور تنه ملکي وګړي هم په عام محضر کې  په ډزو سره وژلي وو.
دمرکزي بغلان ولسوال  ګوهر خان بابري  دامنيتي ځواکونو دميړانې اوسرښندنې له امله دمننې په ترڅ کې دوسله والو طالبانو له شتون څخه دقيصر خيلو او کوک چنار دساحوپه  چاڼولو باندې ټينګار وکړ.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.