24 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دکانونو دمديريت دطرحې تطبيق روڼتيا رامځته کوي .

کابل باختر دلړم لومړى : دکانونو او پتروليم وزارت وياند قدير...

په تخار کې دروغتيايي علومو له انستيتوت څخه ٢٢٠ تنه فارغ شول

کابل باختر دلړم لومړى : په تخار کې داميد فردا دروغتيايي...

په تخار کې دپوليسو ديوه منسوب په کور کې جنګي وسايل ترلاسه شول .

کابل باختر دلړم لومړى : دتخار ولايت پوليس نن دجنګي وسايلو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

لس تنه وسله وال طالبان په هلمند کې دهوايي بريد له امله ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
  لس تنه وسله وال طالبان  په هلمند ولايت کې دهوايي بريد له امله ووژل شول .
  دغه پيښه نن سهار هغه وخت رامنځته شوه چې يوه جنګي الوتکه د لښکرګاه ښار ته څيرمه دطالبانو  په مرکز بريد وکړ .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه بريد له امله لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوسله والو طالبانو ستر مرکز له منځه تللى دى .
ددغې ډلې درې تنه قوماندانان هم دپيښې په وژل شويو کسانو کې شامل دي .
ويل کيږي چې په دغه هوايي بريد کې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .  په يوبل خبرکې  ويل شوي دي چې پوځيانو په هلمند ولايت کې په يوې امنيتي پوستې دطالبانو بريد شنډ کړ .
  يرغلګرو نن سهار په موسي قلعه  ولسوالۍ کې په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ  .   دهلمند پوليس وايي چې يرغلګرو دپوځيانوپه ډزو سره يوله بل  پسې  ووژل شول . ويل کيږي چې په دې بريد کې سرتيرو ته زيان نه دى اوښتى .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.