24 September 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ټولنيزې صفحې به قانونمندې شي .

کابل باختر د تلې لومړي : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په جلال اباد ښار ديرغليزو عملياتو دترسره کولو لپاره دداعش دطرحې ناکامي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر  دچنګاښ ٢٦
دننګرهار ولايت  په مرکز جلال اباد ښار کې  ديرغليزو عملياتو دترسره کولو لپاره  دداعش دډلې  طرحه  ناکامه شوه .
امنيتي مامورينو يوسړى چې غوښتل يې ددغه شان پيښو  درامنځته کولو لپاره جنګي وسايل جلال اباد ښار ته وليږدوي  ، ونيوه .
  دغه سړى  نواب خان نوميږي او نن سهار د چپرهار ولسوالۍ دسرې کلا په کلي کې  دعامه نظم دپوليسو او دملي اردو  دپوځيانو په عملياتوکې  ونيول شول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل  چې له دغه سړي   څخه  يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
  ده وويل  چې داعشيانو غوښتل  په دغو جنګي وسايلو سره په جلال اباد ښار کې  ډار اچوونکي بريدونه ترسره کړي .
نيول شوى سړى  دداعش په ډله کې  په غړيتوب  اعتراف کړى دى  او ويلي يې دي  چې غوښتل يې  په جلال اباد ښار کې  ديولړ مرګانيو پيښو زمينه برابره کړي

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.