23 April 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د باميانو  د برېښنا رسولو د دريو مهمو پروژو د قرارداد  لاسليک کول

د باميانو د برېښنا رسولو د دريو مهمو پروژو د قرارداد لاسليک کول

کابل باختر دثوردمياشتې ٢ نيټه : د برېښنا شرکت داتياميليونه امريکايي...

په باميانو کې د يوه ښوونځي ٣١ تنه نجونې مسمومې شوې دي

په باميانو کې د يوه ښوونځي ٣١ تنه نجونې مسمومې شوې دي

کابل باختر دثوردمياشتې ٢ نيټه : نن د باميانو په مرکز...

د پکتیا صنعتي پارکونه د بودجې له کمښت سره مخامخ دي

ګردیز باختر د غویی ۲مه . د پکتيا ولایت صنعتي پارکونه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پنځلس تنه ډار اچوونکي په غزني کې ووژل شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر  دچنګاښ ٢٦
پنځلس تنه ډار اچوونکي پرون دغزني ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې  ووژل شول .
په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو ددريمې لوا وياند حنيف رضايي باختراژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي دملي اردو دځواکونو دعملياتوپه بهير کې  چې دهوايي پوځ په ملاتړ دګيرو ولسوالۍ دتيپه عظمت ،  تيپه زيارت ، بابکر خيلو او دسفر وال  په کليو کې ترسره شول ، وژل شوي دي .
په دغو عملياتوکې  دغه راز نهه تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شوي او ددښمن درې موټرونه هم ويجاړ شوي دي .
ده وويل دغه راز ددښمن دپيکا اته سوه ګولۍ او له اتو شارژورونو سره يې دکلاشينکوف  څه ناڅه زر ګولۍ ترلاسه شوي دي او  دګيرو ولسوالۍ  څوکلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک  شوي دي .
ده زياته کړه چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.