24 July 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

کونړيان دحکومت ضد ايتلافونه نه شي زغملى

کونړيان دحکومت ضد ايتلافونه نه شي زغملى

کابل باختر د زمري لومړي دکونړ اوسیدونکي وايي :په حکومت کې...

 بلک هاوک هليکوپترونه  د روسي هليکوپترونو ځاى نيسي .

بلک هاوک هليکوپترونه د روسي هليکوپترونو ځاى نيسي .

کابل باختر د زمري لومړي : په افغانستان کې دناتودغوڅ ملاتړ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

يوولس تنه وسله وال طالبان په فارياب کې ووژل شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر  دچنګاښ ٢٦
يوولس تنه وسله وال طالبان دفارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې  ووژل شول .
  دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ  دمطبوعاتو آمر او وياند عبدالکريم يورش  باختراژانس ته وويل چې  دغه ډار اچوونکي  دقيصار ولسوالۍ په  چيچکتواو چهل ګزي سيمو کې  دامنيتي ځواکونو  او دوګړني پاڅون  دځواکونو  دګډو چانيزو عملياتو په بهير کې  وژل شوي دي .
په دغو عملياتوکې دغه راز  درې تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شوي او شپږ کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه  پاک شوي دي .
  ده زياته کړه چې  ددغو عملياتوپه بهير کې  يو زغره وال ټانګ چې پخوا ددښمن لاس ته ورغلى و  بيرته دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغى .
يورش زياته کړه چې دغه عمليات  دوه ورځې مخکې پيل شوي و او نن  په برياليتوب سره  پاى ته ورسيدل .
يورش  زياته کړه چې په دغو عملياتوکې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.