17 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د جمهور رییس یو تقنیني فرمان تصویب شو

د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د جمهور رییس یو تقنیني فرمان تصویب شو

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٦نيټه : د مشرانوجرګې د رییس فضل هادي...

طالبانو په خواجه سبز پوش کې دوه کلي ونيول

طالبانو په خواجه سبز پوش کې دوه کلي ونيول

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٦نيټه : وسله والوطالبانو يو ځل بيا د...

يو بوشکه يي ماين کشف شو

يو بوشکه يي ماين کشف شو

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٦نيټه : د بلخ ولايت پوليسو نن...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

٦٣ تنه تروريستان ووژل شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
٦٣ تنه ډار اچوونکي وسله وال طالبان پرون دهېواد په بيلابيلو سيمو کې دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي  دفتر باختراژانس  ته خبرورکړ ، دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دغه عمليات دننګرهار ، کونړ ، کاپيسا ، پکتيا ، پکتيکا ، غزني ، ميدان وردګو ، لوګر ، زابل ، قندهار ، هرات ، بادغيس ،  غور ، بغلان ، فارياب  ، کندز ، سرپل  ،  بدخشان اودهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې دپکتيا ولايت په ګومل ولسوالۍ  کې دحقاني شبکې د نهو تنو  غړو په ګډون ١٤ تنه ډار اچوونکي وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي . دسرپل ولايت  دصياد ولسوالۍ په ميرزا اولنګ ساحه کې يوولس تنه ډار اچوونکي طالبان وژل شوي څلور تنه ټپيان او ددښمن درې موټرسايکلونه له منځه  تللي دي او دغور ولايت په چارسدې  ولسوالۍ کې اته تنه ډار اچوونکي وژل شوي شپږ تنه ټپيان او ددښمن پنځه سنګرونه له منځه تللي دي او دپکتيا ولايت په جاني خيلو او زرملې ولسواليو کې نهه تنه ډار اچوونکي طالبان وژل شوي  شپږ تنه ټپيان شوي دي او دزابل ولايت په ميزان او ارغنداب ولسواليو کې اته تنه ډار اچوونکي وژل شوي اوڅلور تنه نور ټپيان  شوي دي
دغه راز دميدان وردګو ولايت په جغتو ولسوالۍ کې ددغو عملياتو له امله  څلور تنه ډار اچوونکي وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي او دننګرهار ولايت دهسکې مينې او دکونړ ولايت په دره پيچ ولسواليو کې پنځه تنه داعشيان وژل شوي دي دهرات ولايت په اوبې ولسوالۍ کې  درې تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي . دنيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې  يوتن ډار اچوونکي وژل شوى دى او دلوګر ولايت په خروار ولسوالۍ کې  يوتن بل  ډار اچوونکي ټپي شوى دى .
  ختم_ عطاالله

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.