څلور ديرش تنه طالبان په سرپل کې ووژل شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
څلور ديرش تنه  وسله وال طالبان نن دسرپل ولايت دصيادولسوالۍ په ميرزا اولنګ او ددغه ولايت په مرکز کې ووژل شول.
په وژل شويو کسانو کې دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دسرپل ولايت لپاره پخواني نومول شوى مرستيال مولوي عبدالوهاب ، دطالبانو دتبليغاتو مسوول مولوي صادق  او دطالبانو يومشهور قوماندان قاري قادر شامل دي
د ٢٠٩ شاهين قول اردودمطبوعاتو دامريت مرستيال جګړن نصرت الله  جمشيدي باختراژانس ته وويل چې دغه مخالفان دميرزا اولنګ په کټه قلعه  کلي او دسرپل ولايت په مرکز پورې اړوند لغمان کلي کې دهوايي بريدونوله امله وژل شوي دي .
جمشيدي  زياته کړه چې دغه راز په دغو بريدونوکې پنځلس تنه نور مخالفان ټپيان شوي دي .
ده زياته کړه چې په دغو هوايي بريدونوکې ددښمن اووه مهمې اډې له يوې  داشکې سره دړې وړې شوي دي .
  ختم_  عطاالله

back to top