25 September 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

يو انس سره زر په ١٢٩٤ډالرو وړاندې کيږي

کابل\باختر\ د تلې د مياشتې٣ په نړيوالو بازارونوکې نن يو انس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ميرزا اولنګ : دطالبانو دجنايتونو په کتاب کې يوه نوې پاڼه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
دسرپل ولايت دصياد ولسوالۍ کې دميرزا اولنګ دره دطالبانو او داعش دتفکري  ډلو  دلس ورځني واکمنۍ او حاکميت په بهير کې دداسې جنايت ، وحشت اوبربريت  ډګر و چې دبشر په ژوندانه کې ډير کم تر سترګو کيږي .
  دباختراژانس مفسر ليکي امنيتي ځواکونوپرون دسرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کې دميرزا اولنګ دره بيا دتروريستي ډلو له منګولو څخه خلاصه کړه
دغه دره دتيرې اوونۍ دشنبې په شپه  دوسله والو طالبانو دډلې او داعشيانو له خوا په ګډه ونيول شوه .
هغه ډلې چې په تيرو وختونو کې يې په يوبل ډزې کولې خو دميرزا اولنګ درې په قضيه کې يې له يوبل سره  په لاس  يوکولو اوهمغږي کې عمل وکړ.
امنيتي ځواکونه په دغې درې په بيا واکمنۍ  سره له دريو ډله ئيز و قبرونو سره مخامخ شول دميرزا اولنګ ددرې څه ناڅه دوه څلويښت تنه اوسيدونکي ددغو دريو  قبرونو کې ښخ کړى شوي و  .
ديوشمير  کسانو سرونه غوڅ کړى شوى و  او يوشمير نورهم په ډزو سره وژل شوي و اويوشمير نور هم په غير انساني ډول وژل شوي  و .
دشهيدانو په مړوکې ددريو ماشومانو مړو شتون درلودچې په بشپړې  بې رحمۍ سره وژل شوي و .
  داعشيانوچې له طالبانو سره په لاس يو کولو کې يې په ميرزا اولنګ  کې عمل وکړ ددغې سيمې دوه پنځوسو تنو اوسيدونکو دوژنې مسووليت په غاړه واخست او په وياړ سره يې دخپل دغه جنايت يادونه وکړه .   ايا ديوې ښځې ، يوه ماشوم او ديوه ځوان ، ديوه سپين ږيرې او په پاى کې ديو انسان اويوه مسلمان وژنه وياړ لري چې دغه دوه ډلې  په دې وياړي .
په دغې درې لس ورځنۍ واکمنۍ وښودله  چې دطالبانو او داعشيانو  تفکري ډلو  څه وحشت ، څه دهشت ، څه بربريت او څه وحشيانه حرکتونه ترسره کړل له بده مرغه هغوى  خپل  دغه شان ناوړه اوبدعملونه دانسان په نامه او داسلام  دمبين دين او انسان جوړونکي دين پته ترسره کوي .
  په داسې حال کې چې داسلام مبين دين له شرعي توجيه او دليل پرته ديوه نفس وژنه مردود بولي او عامل ته يې ددايمي عذاب  خبر دارۍ ورکوي .
له بلې خوا طالبان او داعشيان چې دبهرنيو ځواکونو دشړلو ، دشريعت  دنافذولو  او دهېواد دازادۍ په شعار سره په بشپړ تاوتريخوالي  کې فعاليت کوي  دميرزا اولنګ دشهيدانو په باره کې څه خواب  لري ؟
  ايا هغوى له دغه هېواد څخه نه و ؟  ايا هغوى انسانان نه و ؟  ايا هغوى مسلمانان نه و ؟
دميرزا اولنګ دشهيدانو په وجود کې ټولوښو صفتونو شتون درلود خوجرم يې داوچې دتفکري  ډلو له بربريت او له وحشي ګرو  سره يې همغږي او يوخيلوالي نه درلود
دغه دوه ډلې  طالبان او داعشيان په ميرزا اولنګ کې په خپلو جنايتونو کې له جنګي جنايت څخه بهر پرمخ لاړې .
معاصر بشري تاريخ نازيان او صربيان دداسې  جنايتکارانو په توګه بولي  چې دبشريت  په وړاندې ودريدل  خو هغه عملونه چې طالبانو او داعشيانو په افغانستان کې ترسره کړل  نازيانو په اشغالي هېوادونوکې نه و ترسره کړي اوصربيانو په بوسنيا کې نه وترسره کړي .
لازمه ده چې ددغو دوو ډلو کړه وره چې په حقيقت کې يوه پته او يونوم لري دنړيوالو بنسټونو له خوا وڅيړل شي او دميرزا اولنګ دجنايت او په افغانستان کې دنورو تروريستي پيښو عاملان  په نړيواله محکمه کې خپلو ناوړو عملونو ته ځواب ووايي او له دوى سره جوخت  ملاتړي يې هم جنګي مجرمين معرفي شي .
  ميرزا اولنګ يو غمړلې داستان اواسلامي ضد او انساني ضد جنايت څرګندوى دى چې نه يواځې  طالبان او داعشيان يې مخ توري کړل بلکې ددغو دوو ډلو پخواني او اوسني ملاتړي يې هم خجالته کړي دي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.