15 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

اجرائيه رئيس: د بدخشان د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره اساسي اقدامات کېږي

اجرائيه رئيس: د بدخشان د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره اساسي اقدامات کېږي

-کابل باختر د ليندي درې ويشتمه : د افغانستان د اسلامي...

اجرائيه رئيس: په هر حال کې له ځوانانو ملاتړ کوو

اجرائيه رئيس: په هر حال کې له ځوانانو ملاتړ کوو

کابل باختر د ليندي درې ويشتمه : د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دتحقيقاتو پر رييس دبريد دڅرنګوالي په باب څيړنې کوي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د  تلې لومړي :
دکابل پوليسو دهغو وسله والو کسانودموندلو په باب چې دپنجشنبې په شپه دکابل ښار دنهمې ناحيې په مربوطاتو کې دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دتحقيقاتو پررييس بريد وکړ څيړنې پيل کړي دي .
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد دباختراژانس خبريال ته وويل چې دکابل ولايت دجنايي جرمونو دتحقيقاتو پر رييس محمد سالم الماس  دپنجشنبې په شپه له امنيتي ګزمې وروسته خپل کورته دستنيدو په وخت کې د څلورم مکروريان په ساحه کې د ناپيژاندو وسله والو  کسانوله خوا بريد  وشو خو محمد سالم الماس او ساتوونکو ته يې دسرزيان نه دى اوښتى .
مجاهد وويل تراوسه پورې ددغې پيښې په اړوند څوک  نه دى نيول شوى او پوليسو ددغې پيښې  دعاملانو دموندلو لپاره  پلټنې پيل کړي دي .
خو عيني  شاهدانو ويلي دي چې دناپيژاندو وسله والو کسانو اودجنرال الماس دساتوونکو ترمنځ نښتې  پنځه  دقيقي دوام وکړ چې په بهير کې يې دجنرال الماس دسپرلۍ  موټر ته زيان ورسيد .
  ختم_ شکريه – اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.