18 February 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په سيمه ييزو ارګانونو کې نوې ټاکنه

په سيمه ييزو ارګانونو کې نوې ټاکنه

کابل \ باختر دسلواغې ٢٨ نيټه : د سيمه ييزو ارګانونو...

جمهور رئیس غني : ارګ د زغم او ملي بحثونو ځای دی

کابل \ باختر دسلواغې ٢٨ نيټه : د افغانستان د اسلامي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دهېواد په ختيځ کې دنويو هوايي بريدونو له امله داعشيانو ته دسرزيان واوښت

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د  تلې لومړي :
دافغانستان په ختيځ  ننګرهار ولايت کې دنويو هوايي بريدونو له امله شپږ ديرش تنه داعشيان ووژل شول .
  په دغو داعشيانو تيره شپه تر نن سهار پورې دننګرهار ولايت ددربابا ، روداتو ، کوټ ، هسکې مينې او  داچين دولسواليو  په مربوطاتو کې ددوى په پټنځيو کې بريدونه وشول .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند  حضرت حسين مشرقي وال باختراژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې دڅو تنو بهرنيو جګړه مارانو په ګډون شپږ ديرش تنه داعشيان وژل شوي دي .
ده وويل چې دغه داعشيان په خپلو پټنځيو کې ديولړ نويو تروريستي پيښو په پلان جوړولو بوخت وو چې د بې پيلوټه جنګي الوتکو له خوا پرې بريدونه وشول .
ويل کيږي چې  په دغو بريدونوکې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په ننګرهار ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
  درارسيدلو خبرونو له مخې، امنيتي مامورانو نن سهار دننګرهار ولايت دسره رود ، خوږياڼيو ،  اچين ، مومند درې او دکوټ دولسواليو په ګن ميشتو لارو کې پنځه ماينونه کشف اوشنډ کړي دي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.