د۲۰۳تندرقول اردوځواکونو په ګډوعملیاتو کې(۱۳)تنو ترهګروته مرګ ژوبله اړولی ده.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل  باختر د تلې  ديارلسمه :
د ۲۰۳ تندر قول اردو اودسویل ختیځ زون امنیتي او دفاعي ځواکونو دپلنګ په نامه د چاڼیزوعملیاتو په ترڅ کې چې دپکتیا ولایت د احمدآبا ولسوالۍ د وچ غړک  په سیمه کې دترهګرو په ضد  پیل شويدي چې په ترڅ کې  د توپونو دډزوله امله(۳)تنه وسله ول مخالفین وژل شوي او(۲)تنه ټپیان شويدي.
همداراز په هغه هوايي برید کې چې د ائیتلافي ځواکونو له خوا د پکتیا ولایت د زرملې ولسوالۍ د چوڼۍ او شیخان په سیمه کې شوی (۲)تنه وسله وال ترهګر وژلي(۱)میل کلاشینکوف (۱)میل پیکا او(۱)عراده موټر سایکل هم له منځه وړي دي.
بلې خوا د تندر قول اردو ددریمې پلې لوا ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ د غزني ولایت مرکزپورې اړوند د اسفندي په سیمه کې نښته شوی چې په ترڅ کې یې (۳) وسله وال ترهګر وژلي  همدارنګه د دغه ولایت د ده یک ولسوالۍ د لغوات په سیمه کې د تندر قول اردو او وسله والو ترهګرو ترمنځ د نښتې له امله ((۳) تنه وسله وال ترهګر وژل شويدي.په تیرو ۲۴ ساعتو کې د تندر قول اردو او امنیتي اودفاعي ځواکونوپه عملیاتو کې (۱) کلاشینکوف(۱) يوه ایکم ډوله مخابره(۱)دتوغندي ويشتوونکې يوه کولۍ(۱۷۵) کیلو ګرامه چرس او (۱) عراده پیکپ موټر د افغان ګډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
همدارنکه (۱) میل دهشکه (۱) میل spg9 (1) میل پیکا(۱) کلاشینکوف(۱) عراده موترسایکل او (۱) کړۍ ماین د دښمن، د افغان ګډو ځواکونو لخوا له منځه وړل شويدي. 

back to top