پنځه تنه وسله وال مخالفين په پکتيا کې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

ګرديز \باختردتلې دمياشتې ١٤ نيټه :
پنځه تنه وسله وال مخالفين   تيره شپه دپکتياولايت  په احمدآباد او زرمت  ولسواليو کې ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو دمطبوعاتو مسوول فضل خدا ابراهيم خيل  باخترآژانس ته وويل ؛ درې تنه وسله وال مخالفين ددغه ولايت د  احمدآباد ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  دملي اردو په  عملياتو کې ووژل شول.
ده زياته کړه په دغو عملياتو کې دوه تنه وسله وال مخالفين ټپيان شول .
دغه راز دوه تنه نور وسله وال مخالفين د دغه ولايت  د زرمت ولسوالۍ                   د چوڼۍ او شيخانو  په سيمه کې په هوايي بريد کې  ووژل شول.
  ابراهيم خيل  وويل په دغو هوايي بريدونو کې  ددښمن  يوه پيکا، يو کلاشينکوف او يو موترسايکل  له منځه تللي دي.
پاى \ ذکرالله \

 

back to top