16 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ  ژوبله واوښته

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : ملي دفاعي او امنیتي...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : د افغانستان د اسلامي...

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

کابل \باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤ نيټه : دبشردحقوقو اوله اداري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

درې تنه په ننګرهار کې د نشه يي توکو سره ونيول شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

دجلال آباد ښار \باختر دتلې دمياشتې ٢٠  نيټه  :
درې تنه په ننګرهارولايت کې دنشه يي توکوله کڅوړو سره ونيول شول.
دغو کسانو غوښتل په سلګونو کيلوګرامه چرس ، اپين اوهيروئين  له کابل  
څخه  دننګرهارولايت دغني خيلوولسوالۍ مارکوبازارته وليږدوي چې دجلال آباد_ تورخم په لويه لاره کې دا منيتي مامورينوله خوا ونيول شول.
دننګرهار ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياندحضرت حسين مشرقيوال  دباختر آژانس خبريال ته وويل ؛ دغو نيول شويوکسانو دنشه يي توکوکڅوړي په ماهرانه ډول په دريو بار وړونکو موټرو کې ځاى پرځاى کړي و.
ده وويل دغو کسانو دغه نشه يي توکي له کابل څخه بارکړي و او غوښتل يې دننګرهارولايت دغني ولسوالۍ  مارکو بازار ته وليږدوي .
تيره ورځ هم يوسړي کله يې چې غوښتل نشه يي توکي  دمارکو بازار ته وليږدوي دننګرهارولايت دامنيتي مامورينو له خوا ونيول شو.
د مارکوبازار په دې وروستيو کلونو کې  دهېواد په کچه دنشه يي توکو دپيرودنې او پلورلو په ځاى بدل شوى دى.
پوليس وايي دنشه يي توکو قاچاق وړونکي  له څلورو خواو هڅه کوي چې د دغه بازار له لارې  نشه يي توکي پاکستان ته قاچاق کړي.
دننګرهارولايت دغني ولسوالۍ  چې په هغه کې دمارکو بازار موقعيت لري  پاکستان  ته لنډه او آسانه لار ده.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.