22 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د جمهور رییس حکم

کابل \باختردتلې دمياشتې٣٠ نيټه : د هېواد د هوايي ځواک د...

نوې ټاکنه

کابل \باختردتلې دمياشتې٣٠ نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوريت د...

د جمهور رییس حکم

کابل \باختردتلې دمياشتې٣٠ نيټه : د شهيد ډګرمن عبدالخليل د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هرات کې وسله والو طالبانو ته دسردروند زيان واوښت

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل باختر د تلې اووه ويشتمه :
څه ناڅه پنځلسو تنو  وسله والو طالبانو ته  دهرات ولايت  دشينډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې  له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې  مرګ ژوبله واوښته .
  دغه جګړه  تيره شپه  له هغه وروسته  رامنځته شوه چې په لسګونو تنو وسله والو طالبانو ددولتي تاسيساتو  د نيولو په موخه  په بريد لاس پورې کړ  چې په خپل وخت  د کوماندو  دځواکونو او دنورو  وسله والو ځواکونو په رسيدو سره  وسله والو طالبانو ته دسردروندز يان  اوتاوان واوښت .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل  په دې نښته کې  چې  دچشمه  او قلعه پسر  په سيمه کې  رامنحته شول  نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
  دشيندنډ په ولسوالۍ کې ميشت  اطلاعاتي ځواکونه تاييدوي  چې دفراه ولايت يوشمير  جګړه ماران هم  له نورو تروريستانو سره دمرستې په موخه دشينډنډ ولسوالۍ ته  رسيدلي دي .
په وژل شويو طالبانو کې  اووه تنه دفراه ولايت اوسيدونکي او دوه تنه دشينډنډ ولسوالۍ اوسيدونکي شامل دي .
دفراه ولايت د سرې قطعې قوماندن ملاعبدالباري هم په دې نښته کې  سخت ټپى شوى دى .
داپه داسې حال کې ده چې نن سهار هم  هغه پنځه ماينونه چې دوسله والو طالبانو له خوا دقلعه پسر  په ساحو کې  ځاى پرځاى کړى شوي و  دملي اردو دځواکونو په عملياتو کې کشف او شنډ کړى شول .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.