ميمنه\باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه :
درې تنه ديني عالمان تېره شپه د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا شهيدان شول.
د فارياب ولايت د قيصار ولسوال رحمت الله قيصاري د باختر آژانس خبريال ته وويل: مولوي مجيب الرحمن، ملاسيف الله او ملا غلام د دغې ولسوالۍ په بورغين کلي کې د تومانچې په ډزو سره شهيدان شول.
قيصاري زياته کړه: په دې پيښه کې يو بل ديني عالم ټپي شوى دى.
ده وويل چې د پيښې عاملين تښتيدلي دي او د دغو وژنو علت تر اوسه پورې معلوم نه دى.
پاى \ شکريه \ ذ