22 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په ننګرهارکې د داعش يو مهم قوماندان له لسو تنو افرادو سره يې ووژل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

جلال آباد \باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه  :
په ننګرهار ولايت کې د داعش د ډلې يو قوماندان ابوطاهر باجوړى له لسو تنو  افرادو سره يې ووژل شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي دباخترآژانس سيمه ييز خبريال ته وويل  چې د داعش دغه جګپوړى قوماندان د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د افغان خاصو ځواکونو د عملياتو په بهيرکې له لسو تنو ساتوونکو سره يې چې په تروريستي فعاليتونو بوخت و، ووژل شو.
ده وويل چې د ډيورنډ کرښې په دواړو غاړوکې په آزادنه ډول د وسله والو تګ راتګ په دغه ولايت کې د داعشيانو د بشپړ له منځه تللو مخه نيولې ده.
مخکې له دې افغان او د ناتو مقاماتو ويلي و چې د روان ميلادي کال تر پايه پورې به په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګه  له منځه يوړل شي.
پاى\شکريه \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.