24 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهار کې له سلګونو جګړې ځپلو کورنيوسره مرسته .

کابل باختر د ليندي دريمه : په ننګرهار ولايت کې له...

طالبان دنشه يي توکو دتوليد کابو پنځه سوه لابراتوارونه لري .

نيويارک تايمز باختر د ليندي دريمه : دنيويارک تايمز ورځپاڼې...

په ننګرهار کې په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ١٩ تنه ووژل شول .

کابل باختر د ليندي دريمه : په ننګرهار ولايت کې ديولړ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هېوادکې د ډار اچوونکو وروستي ځانمرګي بريدونه وغندل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه  :
د پکتيا، غزني، غور او د کابل په ولايتونوکې وروستي ځانمرګي بريدونه پرون په بلخ ولايت کې د يوشمېر بنسټونو له خوا وغندل شول.
د باخترآژانس د خبرله مخې:
په هغو غونډوکې چې د ځينو بنسټونو او د وګړنيو شوراګانو له خوا په مزارشريف ښارکې جوړې شوې، ويناوالو د پکتيا، غزني، کابل او د غور په ولايتونوکې  وروستي ډار اچوونکي بريدونه په کلکه وغندل او دغه بريدونه يې د ټولو ديني، انساني او د بشري حقوقو د موازينو پرخلاف وبلل .
ويناوالو وويل چې د اسلام او هېواد دښمنان هيڅکله نه شي کولاى چې په دغه شان ډار اچوونکو بريدونو سره د هېوادوالو ترمنځ تفرقه او نفاق پيدا کړي.
دوى له چارواکو څخه وغوښتل چې د خلکو د سراو مال د امنيت په تامينولوکې  زياتې هڅې وکړي او د جوماتونو او د مقدسه اماکنو د امنيت  د تامينولو پروګرام  په جدي توګه تر لاسه لاندې ونيسي .
د بلخ ولايت مرستيال محمد بشير توحيدي د ډار اچوونکو بريدونه غير اسلامي او غير انساني وبلل.
د هېواد په شمال کې د بشر د حقوقو د خپلواک کميسيون د دفتر ساحوي رئيس قاضي سيد محمد سامع هم دغه جنايتکارانه عمل وغانده او هغه يې د ټولو ديني موازينو او د بشر د حقوقو د اصولو پرخلاف وباله او ويې ويل چې د غه شان عملونه د بشري حقوقو د ټولو موازينو پرخلاف دي.
په دغو غونډوکې د بلخ ولايت د اسلامي اخوت د شورا مرستيال امير محمد ضيايي، د سولې د عالي شورا رئيس بازمحمد غريبيار او د ځوانانو د شورا منشي نيګينې توانان او د هېواد د شمال د ولايتونو د خلکو د پيوستون د جرګې  رئيس امان الله او د هېواد په شمال کې د وګړنيو بنسټونو يوشمېر رييسانو هم خبرې وکړې او د بې دفاع خلکو د لمونځ کوونکو وژنه يې هغه هم په مقدسه  اماکنوکې وغندله .
پاى \ ف \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.